CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او امريکا ترمنځ لومړی ملاقات په سينګاپور کې پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-06-12 11:10:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د دولتي کمېسيون مشر کيم جونګ اون د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه په سينګاپور کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ترمپ سره لومړی ملاقات وکړ او له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د دواړو خواوو ترمنځ د ترينګلی حالت د ارامېدو په هکله يې خبرې اترې وکړې.

ترمپ وويل چې د دغو خبرو اترو برياليتوب ته تمه لري او باور لري چې دواړه خواوې ښې اړيکې ټينګولی شي.کيم جونګ اون وويل چې دلته د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو تر سره کيدنه اسانه کار نه دی او دواړو خواوو ډېرې ستونزې لېری کړې دي. تر دې وروسته دواړو مشرانو يو ځل بيا يو له بل سره د لاس روغبړ وکړ او ور پسې يې ترمپ د کيم جونګ اون د کړنو ستاينه وکړه.

د سپينې ماڼۍ د خبر له مخې دواړه خواوې پلان لري چې د مشرانو ترمنځ يو ورځني ملاقات وکړي او د حکومتونو ترمنځ خبرې اترې وکړي او کاري مېلمستيا تر سره کړي.له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو پاکولو لارې چارې او مهالويش او ديموکراتيکې کوريا ته د امريکا له خوا د امنيتي ضمانت برابرول د دې ملاقات د پاملرنې وړ موضوعات دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای