CRI Online

ايراني کارپوهانو د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د څلوېښت کلنو برياليتوبونو لوړه ارزونه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-12 14:39:38

 ۲۰۱۸ کال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو د پلي کېدو له څلوېښتم کال سره برابر دی. د ايران يو شمېر کارپوهانو پدې وروستيو ورځو کې له سي ار ای سره د مرکو په ترڅ کې څرګنده کړه چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو د پلي کېدو له څلويښتو کلونو راهيسې د چين لاسته راوړنې د نړۍ لپاره د حيرانتيا او ستاينې وړ دېي د چين د پرمختګ لاره د چين له ملي وضعيت او کلتور سره سمون لري.

د تهران پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې پروفيسر بهزاد شهاد د کامبريج پوهنتون د ختيځې اسيا ډاکتر دی او له ۳۵ کلونو راهيسې يې د چين د موضوعاتو په اړه ډېرې مطالعې او څېړنې کړې دي، نوموړي خبريال ته وويل،چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو د پلي کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې د چين د پرمختګ لاسته راوړنې، په تېره بيا د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې لاسه راوړنې د نړيوالو لخوا د ليدو وړ دي. نوموړي وويل:

((څلويښت کاله کيږي چې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پلې شوې دي، په دې څلوېښتو کلونو کې ۸۰۰ مليونه چينايان له بې وزلۍ نه وتلي دي ، ځينې شمېرنې هم ښيي چې دغه شمېر يو مليارډ دی. زما په اند دا يوه معجزه ده چې له ۸۰۰ مليونو نه تر يو مليارډ پورې کسان د بې وزلۍ له کرښې نه وتلي دي او دا د ټولو انسانانو لپاره لوی خدمت هم دی. د شيانو اخيستلو د توان له لحاظه چين د نړۍ د لومړي لوی اقتصاد په توګه ګرځېدلی دی. ))

د شهيد بهشتي پوهنتون د سيمه ييزو موضوعاتو انسټېټيوټ د چين د موضوعاتو په اړه کارپوه محسن شريعتينيا له سي ار ای سره د مرکې پرمهال وويل، چې د چين څلوېشت کلن اصلاحات او پرانيسته نړۍ ته ښيي، چې د دنګ شياو پينګ لخوا نوښت شوی د سولې او پرمختګ موډل يو بريالی موډل دی چې له مخې يې د ثبات ساتلو پربنسټ ثابت پرمختګ موندل شوی دی. چين د ثبات ساتلو ترڅنګ ګام پر ګام اصلاحات او ورخلاصون هڅولي دي.نوموړي پدې اړه وويل: 

((لومړی چين ګام پر ګام اصلاحات هڅوي. چين نړۍ ته خپله دروازه خلاصه کړې، ګام پر ګام يې اصلاحات ترسره کړي، لومړی يې اقتصادي ځانګړې سيمې جوړې کړې، بيا د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې شامل شوی او ورپسې يې له بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو سره د ازادې سوداګرۍ تړونونه لاسليک کړي دي چې دغه ډول اصلاحاتو د چينايانو او هم نړيوالو لپاره فرصتونه جوړ کړي دي. برسيره پردې اقتصادي وده د ډيپلوماتيکو تګلارو ودې ته اړتيا لري، د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو له پلي کېدو راهيسې، د چين رهبرانو دنګ شياو پينګ، جيانګ ځه مين، هو جين تاو او د دولت اوسني رئيس شي جين پينګ هم د ودې په موخه ډيموکراتيکې تګلارې غوره کړې او د چين د ودې لپاره يې د ښه بهرني چاپيريال د جوړولو لپاره هڅې کړې دي. باور لرم چې د دنګ شياو پينګ موډل يعنې د سولې او پرمختګ موډل بېلابېلو هېوادونو ته دا ثابته کړې چې دغه موډل بريالی موډل دی چې د ثبات ساتلو پربنسټ ثابت پرمختګ موندل شوی دی.

د ايران د بهرنيو چارو په وزارت کې د سياسي او نړيوالو موضوعاتو څېړنيز مرکز د چين په اړه د څېړنيو پروګرامونو څېړونکي رضاحيدري سي ار ای ته وويل، چې که څلوېښت کاله وړاندې دنګ شياو پينګ د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې نه وای پلې کړې، چين به دومره سمسور او اباد نه و، د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو په رڼا کې چيني ملت سمسورتيا او قوي پرمختګ راوستی دی. د اصلاحاتو او پرانيستنې څلوېشت کلنه لاره ښيي چې د چين لاره د چين د ملي وضعيت لپاره مناسبه ده او د چين له کلتور سره سمون لري.نوموړي پدې اړه وويل: 

((د چين وده خپلې ځانګړنې لري، زما په نظر دا له نورو پرمختيايي لارو سره توپير لري، د چين ځانګړتيا ترې ښکاري، ډېره ښه ده، په ډېره لنډه موده کې يې په بشپړه توګه هېواد بدل کړی، د هېواد اقتصاد او ټولنه کې هم مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي. زما په اند د هر هېواد لپاره خپل پرمختيايي موډل په کار دی، نه شي کېدلی چې په پټو سترګو د نورو څخه په تقليد ځانونه ورک کړي. د چين د لارې تر ټولو لويه ځانګړنه دا ده چې پر چينايانو د تطبيق وړ ده او له چيني کلتور سره برابره او سمون لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای