CRI Online

د م م د امنيت شورا د دې هر کلی وکړ چې افغان حکومت او طالبانو د لنډمهالي اوربند اعلان کړی

cri     (GMT+08:00) 2018-06-12 15:03:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د امنيت شورا د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې هر کلې وکړ چې تېره اوونۍ افغان حکومت او وسله والو طالبانو په جلا جلا توګه د لنډمهالي اوربند اعلان وکړ، او پکې يې له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې مخکې له مخکې اړت له شرايطو پرته د سولې خبرو اترو د تر سره کولو په هکله د افغان حکومت له خوا وړانديز ومني.

د امنيت شورا د افغانستان د اوږدې مودې سمسورتيا او ثبات د ساتلو لپاره د دې هېواد تر لارښوونې لاندې د سوله ييز بهير اهميت باندې ټينګار وکړاو د دې لپاره يې د افغان حکومت له هڅو او کوششونو څخه ملاتړ څرګند کړی او ويلي يې دي چې م م غواړي ور سره لازمې مرستې وکړي.

افغان حکومت د روانې مياشتې په اوومه نېټه اعلان وکړ چې د جون له ۱۲مې نيټې څخه به له طالبانو سره د يوې اوونۍ لپاره اوربند پيل کړي ،خو د داعش ډله او د القاعدې سازمان د دې اوربند په هدفونو کې نه دی شامل شوی. طالبانو د روانې مياشتې په نهمه نېټه د اختر ورځو په موده کې له حکومتي پوځ سره د دريو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ چې دا له ۱۷ کلونو راهيسې د اوربند په هکله د طالبانو لومړی اعلان دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای