CRI Online

نړيوالې ټولنې په فعاله توګه د شانګهای روحيې ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-12 17:45:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د جون په ۱۰مه نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان د چينګ داو سرمشريزه غونډه په چينګ داو کې پای ته ورسېده.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ياده غونډه کې څو مهمې ويناوې وکړې.نوموړي په خپلو ويناوو کې د دې سازمان د پرمختګ،د دې سازمان له نورو هېوادونو او سازمانونو سره د اړيکو او د ګردې نړۍ د ادارې په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان دريځونه بيان کړل او د زياتو هېوادونو، ارګانونو او د نړيوالې ټولنې ستاينې يې تر لاسه کړې .

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر وويل چې له همکارۍ پرته به سوله، ثبات او سمسورتيا ناممکن وي،يوازې همکارۍ کولی شي چې هېوادونه سره يوځای کړي، دا د شانګهای روحيه ده چې له دې څخه افغانستان تل ملاتړ کړی او کوي يې.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای