CRI Online

د چین خارجه وزارت د کوریا دېموکراتیک ولسي جمهوریت او امریکا متحدو ایالاتو د مشرانو د ملاقات په اړه اعلامیه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-12 20:18:01
د چین خارجه وزارت د کوریا دېموکراتیک ولسي جمهوریت او امریکا متحدو ایالاتو د مشرانو د ملاقات په اړه اعلامیه خپره کړه

د چین خارجه وزارت د جون په ۱۲ مه نېټه په سینګاپور کې د کوریا دېموکراتیک ولسي جمهوریت او امریکا متحدو ایالاتو د مشرانو د ملاقات په اړه یوه اعلامیه خپره کړه. په دې اعلامیه کې دا ویل شوي چې یاد ملاقات په بریالی ډول ترسره شو او مثبتې نتیجې یې ترلاسه کړې دي چې له کوریا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکې سیمې د جوړولو او د سیاسي حل و فصل په پروسه کې ستر پرمختګ بلل کیږي. چین د یادو دواړو مشرانو د سیاسي پریکړو لوړه ستاینه کوي او د دغه ملاقات له نتیجو څخه ملاتړ او هرکلی یې کوي.

په دې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې چین د دغه ټاپو نږدی ګاونډی او یو مهم طرف دی چې غواړي له اړوندو خواوو سره یو ځای له کوریا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکې سیمې او د سوله ییز میکانیزم د جوړولو لپاره کوششونو ته دوام ورکړي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای