CRI Online

د م م سرمنشي د ايډز ناروغۍ د وقايې او مخنيوي لپاره د نه ستومانه کېدونکو کوششونو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-13 09:56:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشی انتونيو ګوتريس د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه وويل چې که څه هم په نړۍ کې د ايډز ناروغۍ د وقايي او مخنيوي کارونو پرمختګونه موندلي ، خو اړوند کوششونه بايد دوام ولري.

نوموړي په همدې ورځ د م م د ايډز ناروغۍ د وقايي او مخنيوي په مباحثوي غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې د دې ناروغۍ د وقايي او مخنيوي کارونو د نړۍ په چوکاټ کې ثابت پرمختګونه موندلي چې له امله يې لازيات کسان د ايدز ناروغۍ ويروس د پلټنې او د اړوندې درملنې فرصتونه تر لاسه کولی شي.له دې امله چې د ميندو له خوا ماشومانو ته د دغه ويروس د خپرېدا اندازې په کموالي سره سره په دې ناروغۍ د اخته شويو ماشومانو شمېر په پر له پسې توګه کم شوی دی.خو هغه دې ته اشاره وکړه چې په نړۍ کې د ايډز ناروغۍ د وقايي او مخنيوي چارې برابرې نه دي. د دې ناروغۍ د له منځه وړلو امکانات شته دي، نو ګرده نړۍ بايد د دې لپاره ګډې هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای