CRI Online

ايران په خپل هېواد کې د بهرنيو پانګونو محدوديت کم کړی

cri     (GMT+08:00) 2018-06-13 09:57:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران دولتي تلويزيون د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه خبر ور کړ چې د ايران د پارلمان مشر علي لاريجاني په همدې ورځ وويل چې د امريکا له خوا د ايران له ذروي تړون څخه تر وتلو وروسته ايران د بهرنيو پانګونو د محدوديت په کموالي لاس پورې کوي.

لاريجاني په همدې ورځ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د امريکا کړنې ايران ته د بهرنيو پانګونو پر داخليدو اغيزه کړې ده ، نو اوس ايران د بهرنيو پانګونو د راجلبولو لپاره تدبيرونه نيسي.

د مشخصو تدبيرونو په هکله لاريجاني وويل چې مونږ به په راتلونکو څو مياشتو کې د امريکا له کړنو سره سم نور مشخص پاليسي چوکاټ جوړ کړو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای