CRI Online

ايران: اروپا دې په اغېزمنو تدبيرونو سره د ايران په ذروي تړون کې د ايران ګټې وساتي.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-13 09:58:03

سين هوا اژانس د ايران د اسلامي جمهوريت رسمي اژانس په قول د جون په ۱۲مه نېټه خبر ورکړ چې د ايران ولسمشر حسن روحاني په همدې ورځ د فرانسې له ولسمشر مکرون سره تليفوني خبرې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې اروپايي هېوادونه دې د اغېزمنو تدبيرونو په نيولو سره په ذروي تړون کې د ايران ګټې وساتي.

د خبر له مخې، روحاني په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د اروپايي هېوادونو څرګندونې او اعلاميې بايد په واقعي عملياتو بدل شي او د ايران ګټې په اغېزمنه توګه وساتل شي. که په ذروي تړون کې د ايران ګټې و نه ساتل شي، نو په دغه تړون کې د ايران د پاتې کېدو شونتيا به هم له منځه ولاړ شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای