CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د امريکا مشرانو يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-13 10:01:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې د ۱۲مې نيټې په ماښام د سينګاپور په کاپيلا هوټل کې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مشر کيم جونګ اون او د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په همدې ورځ په تاريخ کې د دواړو هېوادونو د اوسنيو مشرانو ترمنځ لومړی ملاقات وکړ او يوه ګډه اعلاميه يې لاسليک کړه.

د دې اعلاميې له مخې ديموکراتيکه کوريا او امريکا به د دواړو هېوادونو ترمنځ نوې اړيکې ټينګې کړي او په کوريا ټاپووزمه کې د دايمي ثبات او سولې ميکانيزم به جوړ کړي.ډونالډ ترمپ ژمنه وکړه چې امريکا به ديموکراتيکې کوريا ته امنيتي ضمانت برابر کړي او کيم جونګ اون له دې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو لپاره په خپله ژمنه ټينګار وکړ.دواړه هېوادونه به د دې ملاقات د لاسته راوړنو د پلي کولو لپاره د لوړ پوړيو حکومتي پلاويو ترمنځ خبرو اترو ته ادامه ور کړي .

ترمپ په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې دی به له دې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو بهير د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي ، خو دغه بهير به اوږد وي.امريکا به د کوريا ټاپووزمې په هکله د مسئلې له حل وفصل نه مخکې پر ديموکراتيکې کوريا بنديزونو ته دوام ور کړي .

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه وويل چې ديموکراتيکې کوريا او امريکا د څه باندې نيمه پېړۍ د يو بل پر وړاندې دښمنۍ رويه غوره کړې وه ، اوس يو له بل سره خبرې اترې کوي چې دا ستر اهميت لري. هيله لرم چې د دواړو هېوادونو مشران له دې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو د پرمخبيولو او په دې ټاپووزمه کې د سوله ييز ميکانيزم د جوړولو په هکله ګډو نظريو ته ورسيږي او واقعي ګامونه به پورته کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای