CRI Online

د چين د دوان وو عنعنوي اختر لپاره ځانګړی خواړه "ځونګ ځه"

cri     (GMT+08:00) 2018-06-13 10:36:35

د جون په ۱۲ مه نېټه د چين په جنوب د ګوانګ شي د جوانګ قوم د خودمختارې سيمې د ليو جو ښار د ژونګ ان ولسوالۍ په يا ياو لوی کلي کې کليوالې ښځې د ځونګ ځه په نوم د چين يو ډول عنعنوي خواړه تاووي. د چين د دوان وو په نوم د چين د دوديز جشن په رارسيدو سره د دغه کلي کليوالو له ځانګړو نباتاتو څخه د اخيستل شويو شيرو په کارولو سره سرېښناکې وريجې رنګ کړې او د باڼسونو يا کړکو په پاڼو کې يې اچولې او په اوبو کې يې جوش کړې دي. د چين دغه ډول عنعنوي خواړه ته په چيني ژبه کې"ځونګ ځه" ويل کيږي او په ځانګړي توګه د دوان وو اختر په موده کې خوړل کيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای