CRI Online

د چين او جنوبي اسيا ۵مې دورې نندارتون او د دواړو خواوو ترمنځ د لومړۍ دورې همکاريز تړون به ژر پرانيستل شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-13 10:44:10


د دغه نندارتون مطبوعاتي غونډه د جون په ۱۲ مه نېټه ترسره شوه

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او جنوبي اسيا ۵مې دورې نندارتون، د چين په کون مينګ کې د صادراتي او وارداتي توليداتو ۲۵مې دورې معاملوي غونډه او د چين او جنوبي اسيا ترمنځ د لومړۍ دورې همکاريز تړون به د جون د ۱۴مې نېټې په سهار د چين د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې پرانيستل شي چې ۷ ورځې به دوام ولري او په ۲۰مه نېټه به پای ته ورسېږي.

په دغه نندارتون کې ۱۹ ځانګړې برخې ځای پر ځای شوې چې عمومي مساحت يې ۱۹۰ زرو مربع مترو ته رسېږي او ۸۵۰۰ معياري غرفي لري. ۸۷ هېوادونه، سيمې او نړيوال سازمانونه پکې ګډون کوي چې پيمانې يې تاريخي ريکارډ جوړ کړی دی. افغانستان د سږنۍ دورې عمده ګډون کوونکی هېواد او ميانمار پکې عمده مېلمه هېواد دی.


د اړوند خبر له مخې تر يو سل زياتې افغاني تصدۍ به په دې نندارتون کې ګډون وکړي

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای