CRI Online

د اروموچي لوی نړيوال بازار

cri     (GMT+08:00) 2018-06-13 10:53:33

شينجيانګ ښه ځای دی، "کله چې شينجيانګ ته راشئ، حتماً د لوی نړيوال بازار سيل وکړئ"، دغه جمله د شينجيانګ د اروموچي ښار د هر اوسيدونکي په خوله ده. لوی نړيوال بازار د شينجيانګ د ځانګړي کلتور او په زړه پورې دودونو ښکارندويي کوي او د اروموچي ښار د پېژندګارټ په توګه ياديږي.

دغه بازار له شپږو اسلامي ځانګړتيا لرونکو ودانيو نه جوړ شوی، عمومي پراخوالی يې ۱۰۰۰۰۰ متره مربع ته رسيږي او تر ۳۰۰۰ زيات دوکانونه لري. په دې بازار کې که څوک ځايي عنعنوي خواړه او لاسي اثار اخيستل غواړي ، دلته يې موندلی شي، دغه راز مارکيټونه او رستورانټونه هم شته دي چې له امله يې د ځايي اوسيدونکو د ساعت تېري ځای او د سيلانيانو د سرمنزل په توګه ګرځېدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای