CRI Online

د م م د يونيسکو سازمان د ماسينګير په نوم لومړی فورم په پاريس کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2018-06-13 10:59:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د يونيسکو سازمان د ماسينګير په نوم لومړی فورم د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه د پاريس په مقر کې تر سره شو.چيني او بهرنيو کارپوهانو د ديالوګ او همکارۍ له لارې د انسانانو د ګډې راتلونکې د برابرولو ترعنوان لاندې د نړيوال پرمختګ د نويو مسئلو په باب بحث وکړ.

د ماسينګير په نوم مجله چې په ۱۹۴۸ کال کې د م م د يونيسکو سازمان له خوا پر له پسې خپرېدله او په ۲۰۱۲کال کې بنده شوې وه ،په ۲۰۱۷ کال کې د چين تر ملاتړ لاندې دوباره پيل او خپريږي. د دې سازمان عمومي مدير ازولاې د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د دې مجلې د بيا خپراوي په بهير کې د چين ملاتړ لوړه ستاينه وکړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای