CRI Online

د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين د عمومي هوايي وسايلو نړيوال نندارتون به په شه جيا جوانګ ښار کې تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-13 11:09:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين د عمومي هوايي وسايلو نړيوال نندارتون به د سپتمبر له ۲۱مې نه تر ۲۴مې نېټې پورې په شه جيا جوانګ ښار کې تر سره شي. د دغه نندارتون په موده کې به د سوداګرۍ الوتکو، عامه مسافر وړونکو الوتکو، چورلکو او بې پيلوټه الوتکو په شمول نژدې زر الوتکې وښودل شي.

د دې تر څنګ د اصلاحاتو او ورخلاصون له ۴۰کلونو راهيسې د هوانوردۍ صنعتي چارو د پرمختيايي لاسته راوړنو نندارتون به هم په دې ترڅ کې تر سره شي چې يو لړ سندونه، عکسونه، ويډيوګانې او نور اړوند معلومات به نندارچيانو ته وښودل شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای