CRI Online

د فرانسې ولسمشر: د ايران د ذروي تړون په اړه د وزيرانو په کچه غونډه دې تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-13 14:17:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د جون په ۱۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغه هېواد ولسمشر ايمانويل ماکرون په همدې ورځ د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره په ټلېفوني خبرو کې وړانديز وکړ چې په راتلونکو څو اوونيو کې دې د ايران د هراړخيز ذروي تړون په اړه د وزيرانو په کچه يوه غونډه تر سره شي او له امريکا نه پرته د دغې مسئلې په اړه هېوادونه دې په کې برخه واخلي.

په دغه اعلاميه کې راغلي چې دغه وړانديز د ايران د غوښتنې له مخې وړاندې شو. ماکرون زياته کړه چې فرانسه غواړي له بريټانيا، المان، روسيې او چين سره يو ځای په مداومه توګه ياد تړون پلی کړي او هيله لري چې ايران په پوره توګه خپله دنده عملي کړي.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې اړوندې خواوې بايد لا لوی چوکاټي تړون لاسليک کړي، تر څو سيمه ييز بحران حل شي او باور ټينګ شي. په نوي تړون کې دې تر ۲۰۲۵ کاله وروسته د ايران د ذروي عمل د څارنې، د ايران د باليستيک توغندي پلان او د منځني ختيځ سيمې د ځينو عمده بحرانونو په اړه معلومات شامل شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای