CRI Online

د امريکا تر مشرۍ لاندې نړيوال اتحاد په تېرو دوو ورځو کې په پر له پسې توګه د سوريې پر شمال ختيځ باندې هوايي بريدونه وکړل چې له امله يې ۳۰ تنه عام وګړي وژل شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-13 14:47:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا تر مشرۍ لاندې نړيوال اتحاد د جون په ۱۱مه نېټه او ۱۲مه نېټه په پر له پسې توګه د سوريې د شمال ختيځې برخې پر حاصاقا ولايت باندې هوايي بريدونه وکړل چې له امله يې ۳۰ تنه عام وګړي وژل شوي دي.

د خبر له مخې، اوس د ياد ولايت په جنوبي برخه کې د دغه اتحاد هوايي بريدونه د سختېدو په حال کې دي او موخه يې دا ده چې د امريکا تر ملاتړ لاندې د سوريې ډيموکراتيک پوځ په نوم د کرديانو وسله وال دغه سيمه ونيسي.

د سوريې خارجه وزارت په ۱۲مه نېټه يو ځل بيا د م م سرمنشي او د امنيت شورا مشر ته ليکونه ولېږل او د جنګي جرم او د بشريت ضد جرم په تور د دغه اتحاد د کړو وړو غندنه يې وکړه. دغه وزارت له امنيت شورا څخه غوښتنه وکړه چې د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو دنده پر غاړه واخلي او د دغه شان عام وژنې غندنه وکړي او مخنيوی وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای