CRI Online

شي جين پينګ د پاناما له ولسمشر جوان کارلوس واريلا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د لومړۍ کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-13 14:55:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۳مه نېټه د پاناما له ولسمشر جوان کارلوس واريلا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د لومړۍ کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.

رئيس شي جين پينګ په خپل پيغام کې ليکلي چې د تېر کال په جون مياشت کې چين له پاناما سره رسمي اړيکې ټينګې کړې او د دوه اړخيزو اړيکو نوی تاريخ پرانيستل شو. د تېر کال په نومبر کې تاسو په بريالۍ توګه له چين څخه رسمي ليدنه وکړه او په هره ساحه کې مو د دوه اړخيزو اړيکو پر پرمختګ بحث وکړ. د دواړو خواوو تر جدي پاملرنې لاندې د چين او پاناما ترمنځ د اړيکو تخم د شين کېدو په حال کې دی. رښتيا دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو ټينګښت له عمومي او دايمي لحاظه د دواړو هېوادونو سم سياسي انتخاب دی او د دواړو هېوادونو د خلکو ملاتړ يې تر لاسه کړی دی. زه له پاناما سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګورم او غواړم چې ستاسو سره يو ځای د متقابل درناوي، ګډو ګټو او همکاريو او ګډ پرمختګ د اصولو پر بنسټ په هره ساحه کې دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړم، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ونې سمسورې شي او د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي.

ولسمشر واريلا په خپل پيغام کې ليکلي چې د يو کال راهيسې، پاناما او چين د دوديزو دوستيو او موجودو همکاريو په رڼا کې مهمو ګډو نظريو ته رسېدلي دي او ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي. په دې زمانه کې دواړه هېوادونه د دوه اړخيزو رسمي اړيکو د ټينګېدو له لومړۍ کاليزې سره مخامخ دي. زه په دې وياړم او په مداومه توګه به په لا زياتو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره هڅې وکړم. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای