CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او امريکا د مشرانو تر منځ ملاقات په سينګاپور کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2018-06-13 15:53:13

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د دولتي کمېسيون مشر کيم جونګ اون د جون په دوولسمه نېټه په سينګاپور کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ملاقات وکړ چې دا په تاريخ کې د دواړو هېوادونو د وخت د مشرانو تر منځ لومړی ملاقات دی. دواړو خواوو له غونډې وروسته يو ګډ سند لاسليک کړ.

کيم جونګ اون د سينګاپور د کاپيلا په هوټل کې له ډونالډ ټرمپ سره لومړی ملاقات وکړ. دواړو خواوو له خبرو اترو مخکې په ګډه له خبريالانو سره کتنه وکړه. ټرمپ باور څرګند کړ چې خبرې اترې به ستر برياليتوب تر لاسه کړي.

زما احساسات ډېر ښه دي. موږ به ښه بحثونه تر سره کړو. زما په اند دغه خبرې اترې به ستر برياليتوب تر لاسه کړي. دا زما وياړ دی. موږ به خپلمنځي ښې اړيکې ټينګې کړو.

کيم جونګ اون وويل چې موږ د ډېرو ستونزو په ليري کولو سره دلته ليدنه کوو. (اواز)دا اسانه نه ده چې موږ دلته سره مخامخ يو. پخواني تاريخ د شکنجې غوندی زموږ پښې ټينګې تړلې او بدبينۍ زموږ په وړاندې خنډونه جوړ کړي وو. خو اوس دغه خنډونه ليری شوي، نو په پای کې مو سره دلته راغونډ يو.

دواړو مشرانو وروسته يوازي د ژباړونکو په ملتيا سره خبرې اترې تر سره کړې چې پنځه څلوېښت دقيقي يې دوام درلود او ورپسي د يو ساعت او څلوېښتو دقيقو په اوږدوالي خبرې اترې تر سره شوې چې د دواړو خواوو د پلاويو غړيو هم په کې ګډون کړی و. د همدې ورځې له غرمې وروسته دواړو مشرانو يو ځل بيا د خبريالانو په وړاندې د يو ګډ سند لاسليکولو اعلان وکړ. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل

موږ د يو ډېر مهم او هراړخيز سند په لاسليکولو بوخت يو او په ښه چاپيريال کې مو سره خبرې وکړې او ښې اړيکې مو ټينګې کړې. د دغه سند لاسليکول زموږ لپاره ستر وياړ دي.

کيم جونګ اون وويل (اواز) موږ بايد پخوانۍ چارې پريږدو او دغه سند لاسليک کوو. ټوله نړۍ به يو ستر بدلون وګوري. زه د امريکا له ولسمشر ټرمپ څخه مننه کوم چې دغه ليدنه په سالمه توګه تر سره کيږي.

د خبر له مخې، په دغه سند کې د امريکا او د ديموکراتيکې کوريا ژمنې شاملې دې چې سولې او سمسورتيا ته د دواړو هېوادونو د خلکو د هيلو له مخې د دواړو هېوادونو تر منځ نوې اړيکې جوړې شي. دواړه هېوادونه به په کوريا ټاپووزمه کې د دايمې سولې او ثبات سوله ايز ميکانيزم جوړ کړي. ديموکراتيکې کوريا د اپريل په اوويشتمه نېټه لاسليک شوی د پانمونجون اعلاميه بيا تائيده کړه او ژمنه يې وکړه چې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو پاکولو لپاره به کوښښ وکړي. امريکا او ديموکراتيکې کوريا ژمنې وکړې چې د جنګي اسيرانواو د ورک شويو کسانو مړي پيدا کړي. ټرمپ وويل چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې د ستر بدلون په حال کې دې.

همدااوس مو لاسليک شوی سند په هراړخيزو ساحو پورې اړه لري. زما په اند موږ دواړه دا نظر لرو چې په ملاقاتو کې تر لاسه شوې لاسته راوړنې مو ستر اهميت لري. د پخوا په نسبت به مو د ديموکراتيکې کوريا او کوريا ټاپووزمې سره اړيکې ډېرې بدلې شي.

وروسته ډونالډ ټرمپ په خپله د يوې مطبوعاتي غونډې تر سره کولو په ترڅ کې د کوريا ټاپووزمې د سولې هڅونې په چارو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شمول د بېلا بېلو خواوو له کوښښونو څخه مننه څرګنده کړه. هغه وويل د امريکا او کوريا جمهوريت ګډ پوځي تمرين به ختم شي. د سينګاپور د ليان هه ځاو باو د خبر له مخې دا ثبت شوی چې په کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت کې د ذروي وسلو او توغنديو د توليد فعاليتونو او د امريکا او د کوريا جمهوريت د ګډ پوځي تمرين د ځنډيډنې وړانديز چې د چين لخوا وړاندې شوی، د بېلا بېلو لورو لخوا منل شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای