CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت:د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د امريکا مشرانو ترمنځ کتنه ستر تاريخي اهميت لري

cri     (GMT+08:00) 2018-06-13 18:34:12

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزازت وياند ګنګ شوانګ د جون په ۱۳مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې په سينګاپور کې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د امريکا مشرانو ترمنځ کتنه د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو، د دښمنۍ او مخالفت پای ته رسېدو او د کوريا ټاپووزمۍ د دايمي سولې او سمسورتيا لپاره مناسب او مهم ګام دی.چين غواړي له اړوندو خواوو سره يو ځای په پر له پسې توګه د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د سوله ييز ميکانيزم د جوړېدو لپاره کوښښ وکړي او ژر تر ژره د کوريا په ټاپووزمه کې د دايمي سولې او امنيت د رامنځته کېدو لپاره خدمتونه وکړي.

د خبر له مخې،د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت او امريکا مشرانو په سينګاپور کې خبرې اترې وکړې او يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړه.امريکا په ياده اعلاميه کې ژمنه کړې چې ديموکراتيکې کوريا ته به د امنيت ضمانت ورکوي او ديموکراتيکه کوريا به د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو په اړه خپله ژمنه پلې کوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای