CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير به له چين څخه ليدنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-13 18:36:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جون په ۱۳ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپېو به د روانې مياشتې په ۱۴ مه نېټه له چين څخه ليدنه وکړي او چين ته به سينګاپور کې د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو د کتنې په اړه چې څو ورځې مخکې په سينګاپور کې تر سره شوه، اړوند مالومات ورکړي.

د مالوماتو له مخې، دا د امريکا د بهرنيو چارو وزير په توګه تر ټاکل کېدو وروسته له چين څخه د پومپېو لومړۍ ليدنه ده. ګنګ شوانګ وويل، چې دغه سفر په وروستيو ورځو کې د چين او امريکا تر منځ د لوړ پوړو مشرانو په کچه يو مهم تګ راتګ دی. چين او امريکا دوه لوي هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ نه يوازې د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون خوري، بلکې د نړيوالو له ګټو سره هم سمون خوري او دا د نړيوالې ټولنې لويې هيلې دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای