CRI Online

د ايران د اټومي انرژۍ سازمان: که د ايران ذروي تړون نافذ نه شي، ايران به په فوردو فابريکه کې د يورانيمو غني کولو فعاليت بيا پيل کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-14 11:45:45
د ايران د اټومي انرژۍ سازمان: که د ايران ذروي تړون نافذ نه شي، ايران به په فوردو فابريکه کې د يورانيمو غني کولو فعاليت بيا پيل کړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د اټومې انرژۍ سازمان وياند بهروز کمالوندي د جون په ۱۳مه نېټه وويل، که د ايران ذروي مسئلې په اړه هراړخيز تړون نافذ نه شي، نو ايران به په فوردو فابريکه کې د يورانيمو غني کولو فعاليت بيا پيل کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې مې په اتمه نېټه اعلان وکړ چې امريکا د ايران له ذروي تړون څخه وتلی او پر ايران باندې به بيا بنديزونه ولګوي. ايران يې په ځواب کې وويل، ايران به په لنډمهالي توګه د ايران په ذروي تړون کې پاتې شي او د تړون له نورو ښکيلو خواوو سره به سلامشورې وکړي. که په تړون کې ټاکل شوې د ايران ګټې و نه ساتل شي، د ايران د اټومي انرژۍ سازمان به د يورانيمو د غني کولو په اړه د هرې سويې فعاليت بيا پيل کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای