CRI Online

سږ کال د امريکا فدرالي زېرمې کمېټې په دوهم ځل د ګټو کچه لوړه کړې

cri     (GMT+08:00) 2018-06-14 12:33:51


د امريکا د فدرالي زيرمې کمېټې مشر په همدې ورځ مطبوعاتي غونډه کې ګډون وکړ

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا فدرالي زېرمې کميټې د روانې مياشتې په ۱۳ مه نېټه اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې د فدرالي صندوق د ګټو کچې اندازه له ۱.۷۵٪ څخه تر ۲٪ پورې پورته کړې. په سږ کال کې دا د امريکا د فدرالي زېرمې کميټې دوهم ځل دی چې د ګټو کچه لوړوي او دا د مارکيټ له عامه پيشګويۍ سره سمون لري.

برسېره پردې، د يادې کميټې مامور وويل چې اټکل کېږي چې ياد فدرالي صندوق به په سږ کال کې د ۴ ځلو لپاره د سود کچه پورته کړي. نوموړي زياته کړه چې په ۲۰۱۹ کال او ۲۰۲۰ کال کې به په جدي توګه درې ځله او يو ځلې د سود کچه لوړه کړي.


د امريکا د فدرالي زيرمې کمېټې مشر په همدې ورځ مطبوعاتي غونډه کې ګډون وکړ

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای