CRI Online

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو فلمي فيسټيوال په چينګ داو کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-06-14 12:42:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د لومړۍ دورې فلمي فيسټيوال د جون په ۱۳ مه نېټه د شان دونګ ولايت په چينګ داو ښار کې پرانيستل شو. دې فيسټيوال ترڅ کې به نندارچيان د ۱۲ هېوادونو ۵۵ غوره فلمونه ګوري او ۲۳ فلمونه به د سيالۍ لپاره انتخاب شي.

دغه فيسټيوال به ۷ ورځې دوام ولري او د زر سيګل په نوم ۶ جايزې به د ممتازو او ښو فلمونو جوړوونکو ته ور کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای