CRI Online

شي جين پينګ: پخپله نوښت کول قوي ځواک ته اړتيا لري

cri     (GMT+08:00) 2018-06-14 14:06:07
شي جين پينګ: پخپله نوښت کول قوي ځواک ته اړتيا لري

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون مشر شي جين پينګ د جون په ۱۳مه نېټه په شان دونګ ولايت کې تفتيش ته دوام ورکړ. هغه په يان تای ښار کې د وان هوا په نوم له صنعتي پارک او د سمندري پروژې د تجهيزاتو له توليدي اډې څخه ليدنه وکړه، د دې په ترڅ کې نوموړي څو ځلې پخپله نوښت کول ياد کړل. هغه پر دې ټينګار وکړ چې پخپله نوښت کول قوي ځواک ته اړتيا لري او ټاکلي موخې ته د رسېدو لپاره دې تر وسې پورې کوښښونه وشي.

شي جين پينګ په همدې ورځ له ياد صنعتي پارک څخه ليدنه وکړه، هغه په دې اړه خوښي څرګنده کړه چې دغه تصدۍ د تکنالوژۍ نوښت په برخه کې په ډېرو کوښښونو سره د چارو لارښوونکې ګرځېدلې دي. د همدې ورځې په ماسپښين شي جين پينګ په يان تای ښار کې د جونګ جي لای فو شه په نوم د سمندري پروژې شرکت له اډې څخه ليدنه وکړه. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای