CRI Online

د تايوان څو ډلو امريکا ته احتجاج وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-06-14 14:08:15
د تايوان څو ډلو امريکا ته احتجاج وکړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د تايوان په مرکز تای بې ښار کې د امريکايي ټولنې د دفتر نوې ماڼۍ د جون په ۱۲مه نېټه پرانيستل شوه، په همدې ورځ د تايوان څو ډلې امريکا ته د احتجاج کولو لپاره دغې ماڼې ته ولاړې او له امريکا څخه يې غوښتنه وکړه چې د تايوان په مسئله کې دې لاسوهنه نه کوي او د تايوان تنګې د دواړو غاړو ترمنځ دې اړيکې نه خرابوي. د تايوان د عامو افکارو په اند، امريکا ته د نږدې کېدو په اړه د تايوان مقاماتي تګلارې د تايوان د بحران سبب دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای