CRI Online

ټرمپ: امريکا د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت لخوا له ذروي ګواښ سره مخامخ نه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-06-14 14:16:11
ټرمپ: امريکا د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت لخوا له ذروي ګواښ سره مخامخ نه ده

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۱۳مه نېټه وويل، تر دې وروسته چې هغه د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت له مشر کيم جونګ اون سره ملاقات کړی، ډاډه شوې چې امريکا د ديموکراتيکې کوريا له ذروي ګواښ سره مخامخ نه ده.

په سينګاپور کې له کيم جونګ اون سره تر ملاقات وروسته، ټرمپ د جون د ۱۳مې نېټې په سهار امريکا ته ستون شو. بيا وروسته هغه د ټولنيزو رسنيو له لارې وويل، له کيم جونګ اون سره د ده ملاقات په زړه پورې او فعاله تجربه وه. ديموکراتيکه کوريا په راتلونکې کې ستر پټ توان لري او د امريکا لپاره تر ټولو لويه او خطرناکه مسئله نه ده.

ټرمپ وويل، که امريکا او ديموکراتيکه کوريا په راتلونکو خبرو اترو کې صادقانه رويه غوره کړي، امريکا به له کوريا جمهوريت سره پوځي تمرين ترسره نه کړي او دغه راز امريکا به ډېرې پيسې سپمه کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای