د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د جون په ۱۳مه نېټه د FIFA په ۶۸مه عمومي غونډه کې د FIFA د څه باندې ۲۰۰ غړو ټولنو استازو او د ګردې نړۍ خبري رسنيو ته يوه وينا وکړه. هغه وويل، روسيه د فوټبال د نړيوال جام لپاره چمتو شوې ده او د ټولې نړۍ د مينه والو هر کلی کوي.
په همدې ورځ د FIFA عمومي غونډه په مسکو کې تر سره شوه، پوتين په دې غونډه کې په خپلو خبرو کې د روسيې له نړيوال جام څخه د FIFA د غړو ټولنو له ملاتړه مننه څرګنده کړه. هغه وويل روسيه به د نړيوال جاو د کوربتوب کولو هيله عملي کړي، هيله لرم چې د ټولې نړۍ مينه وال د روسيې عصري او ښايسته جمنازيومونه او بنسټيز تاسيسات احساس کړي ، له دغه نړيوال جام څخه خوندونه واخلي او د روسيې جلبونې هم وپېژني. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |