CRI Online

پوټين: روسيه د فوټبال نړيوال جام لپاره چمتو ده

cri     (GMT+08:00) 2018-06-14 14:43:50


د روسيې د فوټبال نړيوال جام د تنظيم کوونکې کميټې مشر ارکادي دورکويچ وويل، په روسيه کې د فوټبال نړيوال جام ټول ډګرونه د تېسټ سياليو له لارې خپل تنظيم کوونکی توان ثابت کړی او اوس د فوټبال نړيوال جام د رسمي سياليو د تر سره کولو لپاره چمتو دي.

دورکويچ وويل، د هر تېسټ سيالۍ له پای وروسته تنظيم کوونکې کميټې په جدي توګه د FIFA، لوبغاړو او د فوټبال مينه والو نظريې اخيستي او کارونه يې اصلاح کړي دي. د FIFA د اضافي غوښتنو له مخې د ټولو ډګرونو د ننوتوځي د انتظار کوونکو سيمو مساحت لويوي او د ډګرونو دننه اداري سيستم ته وده ورکوي.

د اپريل په ۲۷مه نېته ساماره ډګر رسمي اجازه تر لاسه کړه، پوټين وويل چې په روسيه کې د فوټبال د نړيوال جام ۱۲ سپورټي ډګرونه جوړ شوي دي او د لويو نړيوالو سياليو د تر سره کولو توان لري. دغه ډګر ، چې پکې ۴۴ زره نندارچيان کښېناستلي شي، د روسيې تر ټولو ښکلی ډګر دی.

روسيه هميشه د ترهګرۍ پر ضد امنيتي کارونو ته ډېره پاملرنه کوي. په اړه يې پوټين څو ځلې پر اړوندو کارونو ټينګار کړی او اړوند ترتيبات يې کړي دي. سوروکين د فوټبال د نړيوال جام د امنيتي کارونو په اړه پوټين ته وويل، د روسيې د ملي امنيت ساتونکي پوځ په اړه شرکت به د فوټبال نړيوال جام لپاره شاوخوا ۲۱ زره او ۵۰۰ امنيتي کار کوونکي برابر کړي. نور څه باندې ۱۰ امنيتي شرکتونو د يادو سياليو لپاره ۱۷ زره کار کوونکي برابر کړي دي.

روسيه ورځنيو امنيتي چارو ته ډېره پاملرنه کوي. د مسکو په مثال، په حکومتي ادارو، توريستي ځايونو او عامو ترانسپورټي سټېشنونو کې هر وخت وسله وال پوليس، ملي امنيت ساتونکي او بم پېژندونکي سپي ليدل کېږي. په عين وخت کې ټول کسان چې نوموړو ځايونو ته ننوځي، تر امنيتي څارنې لاندې به وشي.

د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سيرومولوتوف د مې په ۱۱مه نېټه وويل، روسيه د ترهګرۍ پر ضد امنيتي تجربه لري او په ډېرو نړيوالو سياليو کې يې امنيتي چاې ټينګې کړې دي. په ۲۰۱۴ کال کې د روسيې په کاوکاسوس کې امنيت ښه نه و، خو د روسيې د ملي امنيت ادارې د سوچي د اولمپيک ژمني لوبې په بريالي ډول تر سره کړ ې.

سيرومولوتوف دا هم وويل، تر اوسه پورې ډېر زيات ترهګر له منځني آسيا څخه روسيې ته ننوتلي دي، په دې هکله روسيه د منځنۍ آسيا له بېلابېلو هېوادونو سره د ترهګرۍ پر ضد مالومات تبادله کوي او د استخباراتي مالوماتو د راکړې ورکړې د همکاريو په باب سلامشورې کوي.

روسيه به د فوټبال د نړيوال جام په ترڅ کې سوداګريزو کړو وړو ته ميعار ورکړي، د روسيې حکومت له ټولو هوټلونو څخه غوښتنه کړې چې خپله درجه او د شخصي کورونو د کرايې بيه وټاکي، او د ۲۰۱۶ کال د اجرائيه حکم په ورکولو سره د فوټبال نړيوال جام په ترڅ کې د کوربه ښارونو هوټلونو د بيې معيار خپور کړ.

خو د حکومت حکم د ځينو هوټلونو د زياتو بيو مخه نه شي نيولی. د روسيې د مشتريانو ګټو او د خلکو د امنيت څارونکې ادارې د مې په ۱۱مه نېټه وويل، د ياد حکم د خپرولو له وخت راهيسې يې په روسيه کې د هوټلونو په غير قانوني ډول بيه زياتولو په اړه ۶۴۹ قضيې او د هوټلونو په غير قانوني ډول چلېدلو په اړه ۱۶۱ قضيې معلومې کړي چې په ټولنيز ډول يې ۸۲ لکه ۱۰ زره روبل جريمه کړې دي.

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي، چې د فبرورۍ په ۱۹مې نېټه د نړيوال جام تر پايه پورې څارونکی ادارې د مشتريانو لپاره د ټليفون ځانګړې شمېره وټاکله، مشتريان کولي شي چې له پوهانو څخه اړوند معلومات واخلي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای