د ۱۴ مې نېټې په سهار د چين او جنوبي اسيا ۵مې دورې نندارتون او د چين په کون مينګ کې د صادراتي او وارداتي توليداتو ۲۵مې دورې معاملوي غونډه د چين د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې رسماً پرانيستل شوه. په همدې ورځ په دغه نندارتون کې د وياړلي هېواد افغانستان د نندارځي پرانيستونکي مراسم ترسره شول او پکې د افغانستان د اجرايه رئيس دوهم مرستيال محمد محقق او د يون نان ولايت والي ژوان چنګ ګډون کړی و.
په دې وروستيو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې په جوړېدو سره د چين او افغانستان ترمنځ همکارۍ پياوړې شوي او دوه اړخيزې اقتصادي او سوداګريزې اړيکې يې نږدې شوې دي. د دغه نندارتون له لومړۍ دورې نه افغان تاجرانو په فعاله توګه پکې ګډون کړی دی. له يوې خوا د نوموړي نندارتون له لارې د افغانستان په اړه د چينايانو معلومات زيات شوي ، له بلې خوا دغه نندارتون د افغانستان لپاره نړيوال بازار هم پراخ کړی دی. د هرې دورې په نندارتون کې افغان لاسي اثار، غالۍ او داسې نور ځانګړي توليدات د نندارچينانو ډېر د خوښې وړ ګرځيدلي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |