CRI Online

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو فلمي فيستيوال پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-06-14 15:45:03

د جون په ۱۳ مه نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لومړۍ دورې فلمي فيستيوال د چين د شان دونګ ولايت په چينګ داو ښار کې پرانيستل شو او په پرانيستونکو مراسمو کې يې د شانګهای همکارۍ سازمان د بېلابېلو غړو هېوادونو د فلمي ټولنو، فلمي هنرمندانو، د فلمي تصديو استازو، چيني او بهرنيو خبريالانو او د چينګ داو اوسيدونکو په شمول کابو ۹۰۰ کسانو ګډون کړی و.

د يادونې وړ خبر دا ده چې هند د شانګهای همکارۍ په سازمان کې له شاملېدو وروسته په لومړي ځل د دغه سازمان د غړي هېواد په توګه په دغه فلمي فيستيوال کې ګډون وکړ او مشهور هندي دايريکتر ساکت جمهودري د قضاوت کوونکي په توګه د فيستيوال په پرانيستونکو مراسمو کې حاضر و.

دغه فلمي فيستيوال د چين د فلمونو بيرو او د شانګ دونګ ولايتي حکومت لخوا په ګډه جوړ شوی چې پنځه ورځې به دوام ولري. د ۱۲ هېوادونو غوره فلمونه به د فيستيوال په موده کې نندارچيانو ته وړاندې شي چې پکې به ۲۳ فلمونه په سيالي کې ګډون وکړي او ۵۵ نور به نندارې ته وړاندې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای