CRI Online

په چين کې د کاربون د خپريدونکي اندازې د چټک زياتوالي حالت په ابتدايي توګه بدل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-06-14 15:59:19

د جون ۱۳مه نېټه په چين کې په ټيټه اندازه د کاربون د خپريدو له ملي ورځې سره برابره وه چې سږنی مضمون يې د اقليمي بدلون د مفکورې او د ټيټې اندازې لرونکي کاربون د عملونو پياوړتيا په نوم و.د چين د ايکولوژيکي چاپيريال ساتنې وزارت د اړوند مسئول د معلوماتو له مخې په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي چې له امله يې په تېره يوه موده کې د کاربون د خپريدونکې اندازې د چټک زياتوالي حالت په ابتدايي توګه بدل شوی دی. چين به په راتلونکې کې د کاربون د خپرېدونکې اندازې د کمښت لپاره تدبيرونو ته دوام ور کړي تر څو تر ۲۰۳۰ کال پورې د کاربون د خپرېدو اندازه ټاکلې موخې ته ورسيږي.

په ټيټه اندازه د کاربون خپريدو يعنې هغه اقتصادي موډل هڅول کيږي چې بنسټ يې په ټيټه اندازه د انرژۍ کارونه او،د هوا لږه ککړتيا او په ټيټه اندازه د کاربون خپريدل دي تر څو د کاربون د دوه اکسايد په شمول د شنو خونو ګازونو او نورو ککړو توکو خپرېدا کمه شي چې دا د چاپيريال ساتنې په برخه کې د پاملرنې وړ مسئله ده.د روانې مياشتې په ۱۳نېټه د چين د چاپيريال ساتنې ادارې په بېجينګ کې د يادې ورځې په اړه مطبوعاتي فعاليت تر سره کړ تر څو د اقليمي بدلون په هکله د خلکو د مفکورې او په ټيټه اندازه د کاربون د خپرېدو عملونه پياوړی شي . د چين د ايکولوژيکي چاپيريال مرستيال وزير ځوان ګوو تاې په غونډه کې وويل(اواز...........) د شنو خونو ګازونو د خپرېدونکې اندازې په برخه کې چين په نړۍ کې لومړی مقام نيولی او هم تر ټولو لوی هېواد ګرځېدلی چې د اقليمي بدلون تر اغيزې لاندې دی.په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې يو لړ قوی تدبيرونه نيولي او سترپرمختګونه يې تر لاسه کړي دي.

د معلوماتو له مخې تېر کال د چين د کاربون د خپرېدو اندازه د ۲۰۰۵ کال په پرتله په سلو کې ۴۶ کمه شوې چې په تېره يوه موده کې د دې اندازې د چټک زياتوالي حالت په ابتدايي توګه بدل شوی دی.

په دې وروستيو کلونو کې د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونو په ټيټه اندازه د کاربون د خپرېدو په برخه کې ډېر کوششونه کړي دي . د هه بۍ ولايت د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مرستيال مسئول جانګ ګوو هونګ وويل چې ځايي حکومت يې د اقتصادي چارو هغه سيستم چې ځانګړتياوې يې د زياتي توليدي اندازې کمښت او په ټيټه اندازه د کاربون خپريدل دي،د اقتصادي بدلون د يوې ستراتيژۍ په توګه ټاکلی چې د سرچينې له لحاظه د انرژۍ کارونه او د کاربون دوه اکسايد خپرېدونکې اندازه کمه شوې ده. هغه وويل (اواز...........) له پنځو کلونو راهيسې په ګرد ولايت کې د فولادو توليدي اندازه نهه شپېته مليونه نهه لکه و دېرش زر ټنه کمه شوې او د سيمټو توليدي اندازه اويا مليونه پنځه لکه او اويا زره ټنه کمه شوې او دغه راز د ښيښې توليدي اندازه يو اويا مليونه اووه لکه او دېرش زره بکسونه کم شوي دي. د اقتصادي پرمختګ لپاره د خدمتي چارو خدمتي انډول شاوخوا په سلو کې اوياوو ته رسيدلی او زمونږ د ولايت د اقتصادي پرمختګ لپاره يې عمده خوځنده ځواک ګرځېدلی دی.

د دې ترڅنګ په بېجينګ کې چې د نفوسو او سرچينو چاپيريال په برخه کې له لازياتو ننګونو سره مخامخ دی، ځايي حکومت د هوا ککړتيا د مخنيوي ، د انرژۍ سپما او د شنو خونو ګازونو خپرېدونکې اندازې د کتنرول لپاره هم ډېرې هڅې کړې دي.

که څه هم د چين خلکو په ټيټه اندازه د کاربون خپرېدو په برخه کې هلې ځلې هم کړې دي، خو د چين د کاربون خپرېدونکې عمومي اندازه لاهم ډېره ده او په دې برخه کې يې اصلي بڼه نه ده بدله شوې . په راتلونکې کې به د چين حکومت د دې لپاره له نورو هېوادونو سره همکاري پياوړې کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای