د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م اسامبلې د جون په ۱۳مه نېټه د فلسطيني ملکي وګړيو د ساتلو په اړه يوه پرېکړه تصويب کړه. له دې څخه مخکې د دې پرېکړې په هکله د امريکا لخوا وړاندې شوې تعديل نامه تصويب نه شوه.
د م م اسامبلۍ په همدې ورځ د دې پرېکړې د مسودې په اړه د رايګيرۍ لپاره يوه بېړنۍ غونډه ترسره کړه، ګډون کوونکو په ۱۲۰ موافقو رايو، ۸ مخالفو رايو او ۴۵ ممتنعو رايو دغه پرېکړه تصويب کړه. په دې پرېکړه کې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه شوې چې د بشري حقونو د نړيوال قانون او د بشر دوستۍ د نړيوال قانون درناوی وکړي، د فلسطيني ملکي وګړيو امنيت د ساتلو لپاره دې تدبيرونه ونيسي او له نړيوالو قوانينو څخه سرغړوونکړ کړو وړو ته دې سزا ورکړی شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |