CRI Online

د شي جين پينګ د مطبوعاتي نظريو کتاب (۲۰۱۸) خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2018-06-14 16:06:19
د شي جين پينګ د مطبوعاتي نظريو کتاب (۲۰۱۸) خپور شو

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د شي جين پينګ د مطبوعاتي نظريو کتاب (۲۰۱۸) چې د چين د اطلاعاتو او نشراتو څانګې تر ترتيباتو لاندې تنظيم او ليکل شوی، د خلکو د چاپېدونکې ادارې او د زده کړې د چاپېدونکې ادارې لخوا خپور شو. د جون په ۱۴مه نېټه په سينهوا کتابتونونو کې د پلور لپاره وړاندې شو.

د شي جين پينګ مطبوعاتي نظريې په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د نظريو مهمه برخه ده. په ياد کتاب کې د شي جين پينګ د مطبوعاتي نظريو په اړه پوره او ژور تشريحات بيان شوي او د سياست، صلاحيت او عملي کار له لحاظه پياوړی توان لري. دغه کتاب د مطبوعاتي کارکوونکو لخوا د شي جين پينګ د مطبوعاتي نظريو د زده کړې لپاره يو مهم کتاب دی. (هيله )

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای