CRI Online

کون مينګ کې د ۲۰۱۸ کال د چين،جنوبي اسيا او جنوب ختيځې اسيا هنري اوونۍ پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-14 16:20:34

د ۲۰۱۸ کال د چين،جنوبي اسيا او جنوب ختيځې اسيا هنري اوونۍ په نوم اته ورځنی فعاليت د جون په ۱۳ مه نېټه د چين د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې پرانيستل شو. "راځئ په ګډه سره د ورېښمو نوې لاره جوړه کړو او په ښکلي يون نان کې راغونډ شو" د دغې هنري اوونۍ اصلي موضوع ده او پکې د چين ، کمبوديا، تايلنډ، اندونيزيا، ماليزيا، سينګاپور او هند په شمول د ۲۶ هېوادونو نږدې يو زرو هنرمندانو ګډون کړی و چې دغه شمېر د تاريخ تر بل وخت زيات دی.

روانه هنري اوونۍ د چين او جنوبي اسيا د پنځمې دورې نندارتون او په کون مينګ کې د صادراتي او وارداتي توليداتو د پنځه ويشتمې دورې د معاملوي غونډې يوه مهمه برخه جوړوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای