د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپېو د روانې مياشتې په ۱۳ مه نېټه وويل چې هيله ده چې په راتلونکو دوه نيمو کلونو کې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت وکولای شي د ذروي وسلو د کمولو په اړه مهم فعاليت تر سره کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مالوماتو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير چې اوس د کوريا جمهوريت ته په سفر بوخت دی، د امريکا رسنيو ته وويل چې امريکا هيله لري چې ديموکراتيکه کوريا وکولای شي د ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ دورې پای ته رسيدو مخکې يعنې د ۲۰۲۱ کال جنورۍ مياشتې مخکې د ذروي وسلو د کمولو په اړه مهم فعاليت تر سره کړي. نوموړي وويل چې د مخکښ شرط په توګه د امريکا او د کوريا جمهوريت د پوځي تمرين د بندېدو له امله د دواړو خواوو تر منځ خبرو اترو پايلې تر لاسه کړي او که امريکا فکر کوي چې دغه خبرې اترې بايد په ياد شرط تر سره نشي، د امريکا ژمنه به پلې نه شي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |