CRI Online

د فوټبال ۲۱مې دورې نړيوال جام په مسکو کې پرانيستل شو او سون چون لان د رئيس شي جين پينګ د ځانګړې استازې په توګه پکې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-15 15:54:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جون د ۱۴مې نېټې په ماښام د فوټبال ۲۱مې دورې نړيوال جام د روسيې په پلازمېنه مسکو کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړې استازې او مرستيالې صدر اعظمې سون چون لان په بلنې سره په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.

د فوټبال نړيوال جام په نړۍ کې د فوټبال تر ټولو لوړه سويه لرونکې او مشهورې لوبې ګڼل کېږي. دا د روسيې په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د يادو لوبو کوربتوب کوي او لومړی ځل هم دی چې دغه لوبې د ختيځې اروپا په هېوادونو کې تر سره کېږي. په راتلونکو ۳۲ ورځو کې به ۳۲ لوبډلې د ۶۴ لوبو په برخه اخيستلو سره د نړيوال جام د ګټلو لپاره سره سيالۍ وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای