د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د م م ځانګړي استازي ستافن ده ميستورا د جون په ۱۴مه نېټه په ژنيو کې خبري رسنيو ته څرګنده کړه چې د سوريې په سوله ييزو خبرو اترو کې پرمختګ موندل شوی دی. امريکا به د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه د خپلو لوړ پوړيو چارواکيو په لېږلو سره د روسيې د اساسي قانون کمېټې د جوړولو په اړوند بحث کې ګډون وکړي. د ايران، روسيې او ترکيې چارواکي به هم له ۱۸مې نه تر ۱۹مې نيټې پورې په ژنيو کې د م م مقر ته ورسېږي او په ياد بحث کې به ګډون وکړي.
نوموړي وويل چې د سوريې د سياسي بهير د پرمخبيولو په موخه لا زياتو کارونو ته اړتيا شته، خو م م د سوريې اساسي قانون جوړول د اوسنۍ مرکزې دندې په توګه بولي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |