د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د دفاع وزارت د جون په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې دغه هېواد او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت په همدې ورځ پانمونجون کې لوړ پوړې پوځې خبرې اترې وکړې او د کوريا ټاپووزمې په ختيځه او لويديځه سمندري سيمه کې د پوځي مخابراتي کرښې د اعاده کېدو په اړه موافقې ته رسېدلي دي. دغه خبرې اترې تر ۱۰ کلونو او ۶ مياشتو وروسته د دواړو خواوو لخوا بيا اعاده شوې دي.
دواړو خواوو د پانمونجون د علاميې د اړوندو محتوياتو پر پلي کولو او د دغې ټاپووزمې د خړو پړو پوځي حالاتو پر ارامولو بحث وکړ. د دې تر څنګ دواړو خواوو پر زياتو نورو موضوعاتو هم د نظريو تبادله وکړه، د بېلګې په توګه د پوځي شخړې د مخنيوي لپاره له هر ډول دښمنانه کړو وړو څخه لاس اخيستنه، د ټاپووزمې په لويديځ سمندر کې د شمالي کرښې چاپېره سيمه د سوله ييزې سمندري سيمې په توګه ټاکل، د تماس نيولو، همکارۍ، تبادلې او تګ راتګ د تامين لپاره د پوځي تدبيرونو نيول، د پانمونجون په ګډه ساتونکې سيمه کې بې وسلې کېدل او داسې نور.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |