CRI Online

د يمن ولسمشر او د حکومت غړي لنډ مهالي پلازمينې عدن ته بېرته ستانه شول.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-15 11:14:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يمن ولسمشر عبدال رابو مانصور هادي، صدراعظم احمدعبيد بن دغر او د حکومت نور غړي د جون په څوارلسمه نېټه د دغه هېواد لنډ مهالي پلازمينې عدن ته بېرته ستانه شول.

ولسمشر هادي په همدې ورځ د عدن نړيوال هوايي ډګر ته ورسېد او د تېر کال راهيسې، دا لومړی ځل دی چې هغه له سعودي عربستان څخه دغه ښار ته ستون شو. د ده د تګ نه څو ساعتونه مخکې ، د دغه هېواد صدراعظم دغر او د حکومت نور غړي هم له رياض څخه عدن ته بېرته ستانه شول.

صدراعظم دغر د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، موږ به رښتيني برياليتوب تر لاسه کړو او حديده به د حکومت ضد وسله والو له لاس څخه ازاده شي.

د معلوماتو له مخې، د حوديده ښار د حوثي وسله والو او بهرنيو خواوو ترمنځ د تماس نيولو لپاره يوه مهمه لار ده او هم د نړيوالې ټولنې لخوا د دغو وسله والو د کنترول سيمې ته د بشري مرستې رسولو يوازېنۍ لار ده. د روانې مياشتې په ديارلسمه نېټه د يمن حکومتي پوځ د سعودي تر لارښوونې لاندې د ايتلافي تر مرستې لاندې د حديده ښار د بيا نيولو لپاره د طلايي نظامي عمل په نامه عمليات تر سره کړل. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای