CRI Online

وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-06-15 15:47:57

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې له ښاغلي مايک پومپيو سره چې د لومړي ځل لپاره يې د امريکا د بهرنيو چارو وزير په توګه له چين څخه ليدنه کړې، خبرې اترې وکړې او په ګډه يې له خبريالانو سره وکتل. وانګ يي وويل چې دواړه خواوې بايد د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو پرمختګ د سم لوري د ټاکلو لپاره د ګډو برياليتوبونو له لارې خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې مسئلې حل کړي ، په همکاريز بهير کې دې خنډونه له منځه يوسي،د متقابلو کليدي ګټو درناوی دې وکړي او د توپيرونو او کشالو له لارې دې د دوه اړخيزو اړيکو مخنيوی نه کوي بلکې د خبرو ترو له لارې دې دا مسئلې حل کړي.

(اواز.........) دا لومړی ځل دی چې زه د امريکا د بهرنيو چارو وزير په توګه له چين څخه ليدنه کوم او د چين له بلنې څخه مننه کوم. زه د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې د حل وفصل او د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ د ملاقات د برياليتوب د پرمخبيولو لپاره د چين له فعال رول څخه مننه کوم .

پومپيو چيني خوا ته د ياد ملاقات په باب معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې بايد د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې د حل وفصل لپاره ډېر کارونه تر سره شي . امريکا غواړي چې په دې برخه کې له چين سره نژدې تماس ونيسي او د نظريو تبادله ور سره وکړي

وانګ يي وويل چې د ياد ملاقات له امله د کوريا ټاپووزمې مسئله د ډيالوګ او سوله ييزو خبرو اترو له لارې د حل وفصل سمې لارې ته ننوتلې ده چې دا مهم تاريخي اهميت لري. چين غواړي چې د امريکا په شمول له اړوندو خواوو سره نژدې تماس ونيسي او له دې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او په دې ټاپووزمه کې د سوله ييز ميکانيزم د جوړونې د پرمخبيولو لپاره خپل اړين رول ولوبوي.

د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د اوسني پرمختيايي حالت په هکله وانګ يي هيله څرګنده کړه چې امريکا له چين سره يو ځای په بېجينګ کې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ډونالډ ترمپ ترمنځ په ملاقات کې تر لاسه شوي مهمې ګډې نظريې پلی کړي ، يو د بل درناوی وکړي ، خپلمنځي همکارۍ ته پاملرنه وکړي او توپيرنه کنترول کړي تر څو د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په سالمه توګه پرمختګ ومومي.هغه په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې چين او امريکا بايد د ګډو برياليتوبونو له لارې خپلمنځي سوداګريزې او اقتصادي مسئلې حل کړي .هغه وويل(اواز.......) تر اوسه پورې د چين او امريکا اقتصادي پلاويو د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په باب سلا مشوره کړې او پکې يې مهمې ګډې نظريې تر لاسه کړي چې تر ټولو بنسټيز يې په ارزښتناکو لارو چارو د خپلمنځيو توپيرونو له منځه وړل دي. مونږ هيله لرو چې امريکا له چين سره يوځای په يو لوري کې حرکت وکړي او په جدي توګه د دغو مهمو ګډو نظريو مراعات وکړي او د ګډو برياليتوبونو له لارې د دغو مسئلو د حل وفصل لپاره هڅه وکړي.په دې بهير کې مونږ هيله لرو چې امريکا په يو اړخيزه توګه غير ارزښتناک عمليات تر سره نه کړي او د دواړو خواوو ترمنځ د مشورو لپاره نوی خنډونه جوړ نه کړي.

د دې ترځنګ وانګ يي هيله څرګنده کړه چې امريکا د يو چين د پېژندلو د اصولو او د چين او امريکا ترمنځ د دريو ګډو ابلاغيو مراعات وکړي چې د تايوان په اړه مسئله په ښه توګه حل شي.

پومپيو وويل چې امريکا غواړي له چين سره خپلمنځي همکارۍ پياوړی کړي ، په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي،په اوږده موده کې د ستراتيژيکو اړيکو د پرمختګ په باب بحث وکړي او په ګډه د لاښي نړۍ د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.هغه وويل(اواز..............) دا د امريکا او چين لپاره تر ټولو مهمه ده چې بايد ستراتيژيک ډيالوک ته دوام ور کړي او خپلمنځي توپيرونه دې له منځه يوسي ، خپل دريځونه دې څرګند کړي او د کشالو د سوله ييز حل وفصل لپاره دې هڅه وکړي.اوس مهال دواړو هېوادونو په زياتو ساحو کې يو له بل سره نژدې همکاري لري او د دواړو هېوادونو د خلکو ژوند د ښه والي لپاره يې هڅې کړي او کوي يې.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای