CRI Online

د امريکا او کوريا جمهوريت د ملي دفاع وزيرانو ټلېفوني خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-15 15:53:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ملي دفاع وزارت د جون په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ د دغه هېواد د ملي دفاع وزير جېمس ماتيس د کوريا جمهوريت د ملي دفاع له وزير سونګ يونګ موو سره ټلېفوني خبرې وکړې او دواړو خواوو د دوه اړخيز نظامي تمرين په اړه د امريکا د ولسمشر ټرمپ د تازه حکم د عملي کولو پر اړوندو تدبيرونو بحث وکړ.

دغه وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دواړو وزيرانو هم په دغو خبرو کې د امريکا او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ د کتنې پر پايلو بحث وکړ او موافقه يې وکړه چې له اوسنيو ډيپلوماتيکو کوښښونو څخه به ګډ ملاتړ وکړي. وزير ماتيس پر دې ټينګار وکړ چې د امريکا او کوريا جمهوريت ترمنځ اتحاد کلک او ټينک دی. دواړو خواوو زياته کړه چې دوی به په مداومه توګه د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره نژدې همکارۍ وکړي.

دغه راز، په همدې ورځ ماتيس له خپل جاپاني سيال اونوديرا ايتونوري سره هم ټلېفوني خبرې وکړې او په دغو خبرو کې يې د جاپان د ملي دفاع په باره کې د امريکا پر ژمنې ټينګار وکړ. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای