د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان خبري رسنيو د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه خبر ور کړ چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله ښايي د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې وژل شوی وی. د پاکستان د امنيتي څانګې يو چارواکي د دې خبر پخلی وکړ.
د خبر له مخې د امريکايي پوځ بې پيلوټه الوتکې د همدې ورځې په شپه د افغانستان په کنړ ولايت کې د پاکستاني طالبانو پر يوې اډې هوايي بريد وکړ چې موخه يې ملا فضل الله وه .
اوس د امريکا، پاکستان او افغانستان حکومتونو لاهم د دې خبر پخلی نه دی کړی.پاکستاني طالپانو هم په دې هکله هېڅ نه دی ويلی.
فضل الله په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه ټاکل شوی او د روان کال په مارچ کې د امريکايي حکومت د ترهګرو په ليست کې شامل شوی دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |