CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له م م څخه غوښتنه وکړه چې په مناسب وخت د کوريا پر ډيموکراتيک ولسي جمهوريت باندې بنديزونه تعديل کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-16 15:37:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د جون په پنځلسمه نېټه په مسکو کې وويل، روسيه باور لري چې دا به د کوريا ټاپووزمې د حالاتو د عادي کېدو لپاره مهم تدبير وي چې په مناسب وخت به د کوريا پر ډيموکراتيک ولسي جمهوريت باندې بنديزونه تعديل شي.

د دغه وزارت د ويبپاڼې د خبر له مخې، زاخاروا وويل، چې په سينګاپور کې د امريکا او ډيموکراتيکې کوريا د مشرانو تر کتنې وروسته د کوريا ټاپووزمې مسئلې د حل و فصل بهير د روسيې او چين لخوا ټاکل شوي مدار ته ننوتلی دی. بېلا بېلې خواوې بايد په مرحلې سره د اړوندو مسئلو د حلولو لپاره ګډ تدبيرونه ونيسي. امنيت شورا څو څو ځله څرګنده کړې چې ښايي د دغې ټاپووزمې د حالاتو د ښه کېدو په حال کې پر ډيموکراتيکې کوريا باندې د بنديزونو تعديلول تر غور لاندې ونيسي.

نوموړې وويل، چې ځينې هېوادونه د امنيت شورا د چوکاټ په بهر کې پر ډيموکراتيکې کوريا باندې يواړخيز بنديزونه لګوي، دا منفي اغيزې لري. روسيه له دغو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه له دغه شان بنديزونو لګولو څخه لاس واخلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای