د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ځمکو د شاړېدو او وچکالۍ د مخنيوي ۲۴مې نړيوالې ورځې د رارسېدو په وخت کې د م م د ځمکو د شاړېدو او صحرا کېدو د مخنيوي تړون ارګان د يو راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړ چې د ځمکو شاړېدا او صحرا کېدا به په راتلونکو دېرشو کلونو کې ټولې نړۍ ته د درويشت زره مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت اقتصادي زيانونه ورسيږې. که سمدلاسه اړوند عمل پلی شي، د زياترو زيانونو مخه به ونيول شي.
سږ کال د دغې ورځې عمده سرليک دا دی چې د ځمکو ارزښت بې شمېر دی، نو په ځمکو باندې پانګونې ارزښتناکې دي. دغه ارګان له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د ځمکو د شاړېدو او صحرا کېدو له امله ننګونو ته پېښو زيانونو ته پاملرنه وکړي او سمدلاسه د ځمکو د ساتلو باندې پانګونه وګړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |