د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ځمکني امنيت وزارت د جون په ۱۵مه نېټه وويل، سږکال د اپريل له ۱۹مې نېټې څخه د مې تر ۳۱مې نېټې پورې د قانون پلې کوونکو ۱۹۹۵ غيرقانوني ننوتونکي ماشومان له خپلو کورنيو څخه جلا کړي کله چې غيرقانوني ننوتونکي يې ونيول. د انتقادکوونکو په نظر ياده کړنه ډېره ظالمانه ده او د بشر له حقوقو سره غړونه ده.
له تېر کال راهيسې د امريکا حکومت په اجباري ډول غيرقانوني ننوتونکي ماشومان له خپلو کورنيو څخه جلا کوي کله چې دې غيرقانوني ننوتونکي نيسي. د پاليسۍ له مخې، کارکوونکي بايد غيرقانوني ننوتونکي ماشومان د خير ښېګڼې ټولنې ته وسپاري کله چې لويان زنداني شي، تر څو دوی بيا د خپلوانو لخوا واخيستل شي. دا خبر ورکول شوی دی چې لږ تر لږه يو غيرقانوني ننوتونکی د بند په وخت کې د خپل ماشوم د ورکېدو له امله ځان وژلی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |