د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د نيو جيرسي ايالت په مرکز ترنتون کې د جون د ۱۷ مې نېټې په سهار د ډزو يوه پېښه رامنځته شوه چې له امله يې يو بريدګر وژل شوی او ۲۲ تنه مليک وګړي ټپيان شوي دي.
ياده پېښه پر ځايي وخت سهار وختې په ۲ بجو ۴۵ دقيقو په يو هنري فسټيوال کې رامنځته شوه. د ترنتون د مرسر ولسوالۍ څارنوال انجيلو اونوفري رسنيو ته وويل چې په دې پېښه کې دوه بريدګر ښکېل وو، چې يو يې د پوليس لخوا وژل شوی او بل يې ژوندی نيولی دی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |