CRI Online

اسرائیل ګواښ وکړ چې په سوریه کې به د ایران پر پوځي موجودیت بریدونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-18 09:44:58
اسرائیل ګواښ وکړ چې په سوریه کې به د ایران پر پوځي موجودیت بریدونه وکړي

د سین هوا اژانس دخبر له مخې د اسرائیلو صدراعظم بنجامین نیتانیاهو د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه ګواښ وکړ چې په سوریه کې به د ایران پر پوځي موجودیت بریدونه وکړي.

نوموړي د کابینې په اوونیزه غونډه کې وویل چې لومړی ایران باید له سوریې څخه ټول عسکر وباسي او بیا اسرائیل به په مداومه توګه په سوریه کې د ایران پر پوځي موجودیت بریدونه وکړي. د برید چوکاټ به نه یوازی د اسرائیلو او سوریې ګډه سرحدي سیمه وي بلکې د سوریې په هر ځای کې به یې په نښه کړي . هغه دا هم وویل چې په وروستیو ورځو کې یې د روسیې له ولسمشر پوتین او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر پامپیو سره تېلېفوني خبرې وکړې چې د سیمه ییزې اوضاع په تیره بیا د سوریې مسئلې په اړه یې ورسره بحثونه وکړل.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای