د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جون د ۱۶مې نېټې په شپه د نايجريا په شمال ختيځ بورنو ايالت کې د ځانمرګي بريد او لاسي بم بريد له امله لږ تر لږه ۳۴ تنه وژل شوي او ۱۸تنه نور ټپيان شوي دي.
د بورنو ايالت د دامبوا ښارګوټې چارواکي وويل چې د همدې ورځې په شپه پر ځايي خلکو هغه مهال بريدونه وشول چې کله دوی د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړيوال جام د نايجريا او کرواتيا ترمنځ د ژوندۍ سيالۍ تر کتلو وروسته خپل کور ته د بېرته ستنېدو په حال کې وو.
د ځايي مليشاوو ډلې مشر وويل چې ښايي ياد بريدونه د بوکو حرام ډلې لخوا تر سره شوي وي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |