د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کلمبيا انتخاباتو کميسون د جون په ۱۷ مه نېټه وويل چې د دې هېواد د دوهم پړاو ټولټاکنو ۹۹.۸۷٪ رايي شمېرل شوي دي، چې د ديموکراتيک مرکزي ګوند مشر ايوان دوکيو د ولسمشرۍ دوهم پړاو په ټولټاکنو کې بريالی شو او د کلمبيا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د کلمبيا د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټولټاکنې د روانې مياشتې په ۱۷ مه نېټه تر سره شوې.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |