د سین هوا اژانس د خبر له مخې پر ځایي وخت د روانې میاشتې د ۱۸ مې نیټې د سهار په ۷بجو ۵۸ دقیقو د جاپان په اوساکا کې شپږ اعشاریه یو درجه زلزله وشوه چې په نتیجه کې یې ۳ تنه مړه او ۵۱ تنه نور ټپیان شول.
د دغې زلزلې مرکز د اوساکا په شمال کې د ختیځ طول البلد ۱۳۵.۶ درجې او شمالي عرض البلد ۳۴.۸ درجې او تر ځمکې لاندې ۱۳ کیلومتره ښودل شوی دی. له زلزلې نه وروسته د جاپان حکومت په صدراعظمۍ ماڼۍ کې د ارتباطو مرکزي دفتر جوړ کړی دی.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |